جمعه, 26 تله 1398 -
سیګار په خپل تازه رپوټ کې ويلي، چې افغان حکومت یوازې پر نیمه برخه حاکمیت لري پي‌ډي‌ایف چاپ برېښلیک
خبرخونه   

چهارشنبه, 13 سلواغه

په داسې حال کې افغان حکومت د سږنۍ توندې جګړې پر مهال وسله والو طالبانو ته په پراخه کچه د زيان اړولو ادعا کوي، خو په دې ترڅ کې افغان حکومت هم پر ګڼو هغو سيمو خپل کنټرول له لاسه ورکړ، کوم چې وسله والو طالبانو پراخ حضور پکې درلود.

اوس تازه د امريکا د بيارغونې له پروژو د څار ادارې يا (سيګار) د ډونال ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوې ادارې ته په خپل راپور کې ويلي، چې په ۲۰۱۶ کال کې افغان حکومت د افغانستان پر نيمه برخه جغرافيې خپل حاکميت له لاسه ورکړی.

د راپور له مخې دا مهال افغان حکومت د هېواد پر ۵۷ سلنه خاور واکمن دی، د حاکميت له محدوديدو سره د دې هېواد امنيتي ځواکونو شمېر سرتيرو ته د تلفاتو او ياهم له امينتي ليکو د تيښتې له امله کم شوی، د سيګار د راپور په اساس لدې ټولو سره په افغانستان کې ناامني پراخه شوې او له همدې کبله په دغه هېواد کې د نشه يي توک د کښت کچه هم مخ پر زياتېدو ده.

د افغانستان له ۳۶۴ ولسوالیو څخه

۸۳    ولسوالی د افغان حکومت تر حاکمیت لاندی دی

۱۵۰  ولسوالیو کې افغان حکومت نفوذ لری

۱۳۳  ولسوالیو کې هم افغان حکومت او هم وسلوال جنګیالی نفوذ لری

۹      ولسوالی په ټولیزه توګه د طالبان په کنټرول کې دی

په ۲۰۱۶ کال کې د افغان ځواکونو تلفات

د مړو شمیر       ۶۷۸۵

ټپیانو شمیر         ۱۱۷۷۷

د سيګار دې راپور د افغانستان راتلونکي هر اړخيز وضعيت په تړاو انديښنې راپورته کړي، سياسي او پوځي شنونکي وايي چې ملي يوالي حکومت مسؤلانو د خپل تشکيلاتي او مدیريتي ضعف له کبله د هېواد پر نيمه جغرافيه شته واک له لاسه ورکړ، او په وينا ياد ضعف د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه له جګړې زړه توري کړي دي.

په ورته مهال د ملي شورا يو شمېر غړي د افغان حکومت نامتوازن بهرني سياست ته په اشارې وايي، چې د سيګار له لوري خپور شوی راپور د مالي او پوځي همکاريو په برخه کې پر افغانستان د نړېوالو باور راکمولی شي.

بل لورته د ملي دفاع وزارت د امريکا د بيارغونې له پروژو د څار ادارې د راپور دقیق نه بولي:

سيګار د خپل نوي راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د امريکا د لاسته راوړنو په تړاو انديښمنه ده، او له همدې اړه يې د امريکا پر نوې ادارې ټينګار کړی، چې د افغانستان پر بیا رغونه د ۱۱۷ میلیاردو ډالرو مصرف ته په کتو دې د ترلاسه شویو لاسته راوړنو ساتلو ته پوره پام وکړي.